ads

Monday, 3 October 2016

پر کندوز د طالبانو برید په اړه ضد او نقیض خبرونه


POSTED BY : Basit Khan

د راپورونو له مخې، طالبانو د افغانستان په شمال کې د د کندوز پر مرکز له ختیځ او لویدیځ پلوه بریدونه کړي او ددې ښار ځینې سیمې یې نیولي دي.
کندوز کې د بي بي سي خبریال احمد یما د روغتیا ځايي چارواکو له قوله وايي، چې د ورځې تر پایه د یوه ملکي کس مړی او پنځوس ملکي کسان په ټپي حالت کې د کندوز ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
یو شمېر ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې طالبانو د ښار مرکزي څلور لارې ته رسېدلي او هلته یې خپل بیرغ پورته کړی دی.

                                                      POSTED BY : Basit Khan
په سیمه کې یوه عیني شاهد بیا بي بي سي ته وویل، چې طالبان د ښار مرکزي څلور لارې ته نژدې شوي دي، خو په وینا یې تر اوسه یې د څلور لارې کنترول په لاس کې نه دی اخیستی.
بل لور ته د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ادعا کړې، چې د کندوز ښار مرکزي څلور لارې او شاوخوا سیمه یې دوی نیولي دي.
خو د افغانستان دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش بي بي سي سره خبرو کې دغه ادعا دروغ وبلله.
بل لور ته رویټرز خبري اژانس افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو ویاند برید جنرال چارلس کلیولانډ له قوله لیکلي چې که اړتیا پېښه شي دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته چمتو دي.

No comments:

Post a Comment