ads

نړۍ

کشمیر کې د هند پر پوځي اډې برید شوی
Posted By: Basit Khan

د هند تر واک لاندې کشمیر په بارهموله ولسوالۍ کې د هندي پوځ پر یوې اډې په وسلو او لاسي بمونو سمبالو اورپکو برید کړی، چې لږترلږه یو سرحدي سرتېری پکې وژل شوی بل ټپي دی.
هندي ځواکونو له بریدګرو سره جګړه کړې. برید کشمیر کې د لوی ښار سرینګر په شمال لوېدیځ کې شاوخوا ۵۰ کیلیومتره لیرې د برهموله ولسوالۍ په ګارسیون سیمه کې شوی دی.
په دې پوځي اډه کې د هند د ترهګرۍ ضد پوځي څانګې پوځيان مېشت دي.
کشمير: پاکستان او هند يو پر بل ډزې کړې دي
هند د پاکستان پولې ته څېرمه بمباري کړې
دا برید د هندي پوځ له خوا تر یوه بل برید درې ورځې وروسته شوی، چې د هندي پوځ په وینا، اورپکي یې پکې په نښه کړي وو.
پوځ وايي دوی د هغو ترهګرو یوه ځاله ویجاړه کړې ده، چې د پاکستان له ملاتړه برخمن وو، خو پاکستاني پوځ د هند دا څرګندونې رد کړې دي.

No comments:

Post a Comment